د خدای رضا وه چې زما درسره بخت نه وُ
ګنې ګلابه خپلیده دې دومره سخت نه وُ
خدایه! له تا خو مې داستا د یو بنده سوال وُ
زما په کار خو دولتونه نه وو تخت نه وُ
ستا تر لړزانده شونډو ځار شم ګیله نه کومه
ښایي له تاسره دلبره دومره وخت نه وُ
مرګه مننه په دنیا باندې دې وپېژندم
ګنې په ژوند خو مې هیچا سره ارزښت نه وُ
چې ویدېدم کریمه سر به مې په کاڼې کېښود
د غریبۍ غیږ کې ایسار ومه بالښت نه وُ
ګنې ګلابه خپلیده دې دومره سخت نه وُ
خدایه! له تا خو مې داستا د یو بنده سوال وُ
زما په کار خو دولتونه نه وو تخت نه وُ
ستا تر لړزانده شونډو ځار شم ګیله نه کومه
ښایي له تاسره دلبره دومره وخت نه وُ
مرګه مننه په دنیا باندې دې وپېژندم
ګنې په ژوند خو مې هیچا سره ارزښت نه وُ
چې ویدېدم کریمه سر به مې په کاڼې کېښود
د غریبۍ غیږ کې ایسار ومه بالښت نه وُ
Show More